۰
امریکا:

زلمی خلیلزاد به د افغان سولې بهیر رهبري کوي

شنبی ۳۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۳
امریکا ویلي زلمی خلیلزاد به د افغان سولې بهیر رهبري کوي او کولای شي هر څه له نږدې مدریت کړي.
زلمی خلیلزاد به د افغان سولې بهیر رهبري کوي
امریکا ویلي زلمی خلیلزاد به د افغان سولې بهیر رهبري کوي او کولای شي هر څه له نږدې مدریت کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د دغه وزارت کارکونکو ته په یوه لېږلي پیغام کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې او مذاکراتو په برخه کې د امریکا ځانګړی استازی ټاکل شوی دی. پمپیو زیاته کړې، چې سولې او مذاکراتو پروسې د مخ ته بېولو لپاره خلیلزاد غوره انتخاب دی.

د پمپیو په وینا امریکا غواړي د افغانستان ستونزه د سولې له لارې حل کړي، نو د زلمي خلیلزاد ګومارنه ددې خبرې ښه ثبوت دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې خلیلزاد په افغانستان کې زږېدلی، کلونه یې په افغانستان کې کار کړی دی او کولی شي هر څه له نږدې مدېریت کړي.

هغه ټینګار کړی، چې امریکا غواړي د افغانستان ستونزه د خبرو له لارې حل کړي او هیله یې څرګنده کړې چې زلمی خلیلزاد وکړی شي دا چاره په بریالیتوب سره تر سره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي