د افغانستان د شتمنۍ د ثبت او څېړنې اداره وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې د ۱۵ زره افغان چارواکو شتمنۍ ثبت شوې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ادارې مشرې ناهید ایثار نن شنبې د وږي ۳۱ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې په دې کې جګ پوړو او په شرایطو برابرو مامورینو خپلې شتمنۍ ثبت کړې.
نوموړې زیاته کړه، چې په کابل کې په شرایطو د برابرو کارکوونکو د شتمنیو ثبتول پای ته رسېدلي دي، خو د ولایتونو په کچه او له هېواده بهر د ځینو افغان چارواکو د شتمنۍ د ثبت پروسه دوام لري.
آغلې ایثار و ویل، چې په ټول کې د ثبت پړاو پای ته رسېدلی او تر اوسه د ۳۵۰ دولتي چارواکو د شتمنیو فورمې نشر شوي دي.
د افغانستان د چارو ادارې په خپل ویبسایټ کې د یو شمیر لوړپوړو دولتي چارواکو د شتمنیو په اړه معلومات نشر کړي، چې د ولسمشر م غني او د هغه د دویم مرستیال سرور دانش په ګډون، د چارو ادارې د ټولو کارکوونکو، د اجرائیه ریاست د مرستیالانو، ۱۲ والیانو، د کابینې غړو او د وزارتونو مرستیالانو، د خپلواکو ادارو او کمیسیونونو رئیسانو او د یو شمیر نورو چارواکو نومونه په کې شامل دي.
په دغه نوملړ کې د ښاغلي غني نقدي شتمنۍ ۳۲۰ میلیونه افغانۍ او د ښاغلي دانش ۶۰زره امریکايي ډالر ثبت شوي دي.
خو د افغانستان د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د جمهوري ریاست دویم مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د شتمنیو په اړه په کې معلومات نه دي نشر شوي.
جمهورخبري آژانس:کابل