د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، ۳ اعشاریه ۷ میلیونه ماشومانو د مختلفو دلایلو له امله له زده کړو بې برخې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د یاد وزارت سرپرست میرویس بخلي پرون شنبې د وږي ۳۱ مه د ښوونکو د وړتیا لوړولو پروګرام غونډې ته وینا کې وکړې.
نوموړي و ویل، چې ۳ اعشاریه ۷ میلیونه ماشومانو له زده کړو بې برخې دي، چې ډېره برخه یې نجونې دي.
په ورته وخت کې وزیر دا هم و ویل، چې دا وزارت د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۵۴ زرو ښوونکو ته اړتیا لري.
خو د امریکا پراختیايي پروګرام یا یو اس اې ای ډي وایي، د ښوونکو وړتیاوو د لوړولو پروګرام په کابل کې ۲۵۰۰ قراردادي ښوونکو ته زده کړې ورکوي.
بل خوا په دغه غونډه کې د حکومت اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله د پروموټ پروژه د افغان ښځو وړتیاوو لوړولو په برخه کې اغیزناکه وبلله.
ډاکتر عبدالله و ویل، چې د دې پروګرام تر پای پورې به ۱۰۰زره کسان زده کړې ترلاسه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل