د افغان حکومت اجرائیه رییس امریکا ته ولاړ

1 میزان 1397 ساعت 9:03

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو په ۷۳ مه عمومي غونډه کې د ګډون په موخه امریکا ته ولاړ.


د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو په ۷۳ مه عمومي غونډه کې د ګډون په موخه امریکا ته ولاړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله نن یکشنبې د تلې لومړی نېټه د یوه پلاوي په مشرۍ کابل څخه نیویارک ته روان شو او ټاکل شوې په دغه غونده کې وینا وکړي.

د اجرائیه ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، عبدالله به دغه غونده کې د وینا پر مهال د افغانستان د سیاسي، امنیتي حالت او دغه راز له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې، د ټاکنو، حکومت ولۍ، له فساد سره د مبارزې، زده کړو د ښځو د پرمختګ، د اقتصادي پلانونو، سیمه ییزې او نړیوالې همکارۍ په اړه د افغان حکومت رسمي دریځ روښانه کړي.

دغه راز ښاغلي عبدالله به د دغه سفر په څنډو کې د ملګرو ملتونو له عمومي مشر، د یو شمېر هېوادونو له ولسمشرانو، لومړي وزیرانو، او بهرنیو چارو وزیرانو سره په جلا جلا توګه وګوري او د افغانستان او سیمې پر موضوعاتو به ورسره خبرې وکړي.

په خبرپانه کې ویل شوي، اجرائیه رییس به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب په هغه مېلمستیاو کې هم ګډون وکړي، چې د ولسمشرانو او لومړي وزیرانو له پاره جوړېږي.

باید و ویل شي، چې د اجرائیه رییس سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني او یو شمېر نور چارواکي هم مل دی.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
 


د مطلب کود: 108497

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108497/

جمهور
  https://www.jomhornews.com