۰
ويسا ورځپاڼه:

امریکايانو د کوټې شورا غړو سره بګرام کې ليدنه کړې ده

یکشنبه ۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۳
د رسنیو د راپورونو له مخې د طالبانو د کوټې شورا ځینو مهمو چارواکو له امریکایانو سره د بګرام په هوايي اډه کې لیدلي دي.
امریکايانو د کوټې شورا غړو سره بګرام کې ليدنه کړې ده
د رسنیو د راپورونو له مخې د طالبانو د کوټې شورا ځینو مهمو چارواکو له امریکایانو سره د بګرام په هوايي اډه کې لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه راپور له کابله خپرېدونکې ویسا ورځپاڼې د خپلو موثقو سرچنو په حواله ورکړی، خو د هغو نوم یې نه دی په ډاګه کړی.

دغه سرچینو ویسا ورځپانې ته ویلي، چې د تېرې جمعې په ورځ (د وږي ۲۹ مه)  له بګرام هوايي ډګر یوې امریکایي الوتکې ان تر کوټې پورې پرواز کړی دی.

سرچینې ویلي، دغه الوتکې د کوټې شورا څو غړي بګرام هوايي ډګر ته راوستي دي او تر اته ساعته ځنډ وروسته یې بېرته کوټې ته رسولي دي.

ورځپاڼه وايي، خپلو سرچینو ورته ویلي ښایي امریکایانو په دې توګه له طالبانو سره پر ځينو مهمو مسایلو خبرې کړې وي.

که څه هم امریکا او طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې امریکايي چارواکو ویلي و، چې دوی له هرې ممکنه لارې هڅه کوي، چې طالبان سولې ته رامات او افغان جګړه نور پای ته ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي