۰

جرمني نور له خپلو ځواکونو سره همکارو افغانانو ته قبولي نه ورکوي

یکشنبه ۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۳
د جرمني حکومت ویلي نور به هغه افغانانو ته په خپل هېواد کې قبولي ورنکړي، چې په افغانستان کې یې له الماني ځواکونو سره کار کړی دی.
جرمني نور له خپلو ځواکونو سره همکارو افغانانو ته قبولي نه ورکوي
د جرمني حکومت ویلي نور به هغه افغانانو ته په خپل هېواد کې قبولي ورنکړي، چې په افغانستان کې یې له الماني ځواکونو سره کار کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د المان حکومت ویلي په دې وروستیو کې په مزار شریف ښار کې یو شمېر افغانانو لاریون کړی دی او د دې غوښتونکي دي چې المان ته بوتلل شي.

خو وايي، نور هغه افغانان نه مني چې د دوی له ځواکونو سره یې په افغانستان کې کار کړی دی.

په مزارشریف کې ۱۲۰ هغه کسانو چې له الماني ځواکونو سره یې کار کړی په لاریون لاس پورې کړی و او ویل یې المان ځکه باید دوی ته پنا ورکړي، چې افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخ دی.

. خو د المان حکومت  ویلي،  نږدې ۳ نیم زره کسانو ته یې په المان کې قبولي ورکړې ده او د لاریون کوونکو اعتراضونه به دوی اړ نه کړي چې دغه کسان المان ته بوځي.

د المان ددفاع وزارت ویلي د دوی څېړنې ښيي چې د دغو کسانو ژوند له خطر سره مخ نه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي