۰

افغان ځواکونو د پاکستاني عسکرو اغزن سیم ورټول کړی دی

یکشنبه ۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۴
د کندهار سرحدي ځواکونو د ډيورنډ پر کرښه هغه کټارې له منځه وړې دي چي د پاکستاني پوځيانو له لوري د اغزن تار د غځولو لپاره نصب شوې وې.
افغان ځواکونو د پاکستاني عسکرو اغزن سیم ورټول کړی دی
د کندهار سرحدي ځواکونو د ډيورنډ پر کرښه هغه کټارې له منځه وړې دي چي د پاکستاني پوځيانو له لوري د اغزن تار د غځولو لپاره نصب شوې وې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، د کندهار امنیه قومندان تېره شپه د هغه پایې ایستلې دي چې پاکستان غوښتل اغزن سیم ورباندې وغځوي.

راپورونه زیاتوي، پاکستاني عسکرو غوښتل د کندهار ولایت د سپین بولدک او ښوراوک ولسوالیو ترمنځ د سرو څاهانو په سیمه کې اغزن سیم تېر کړي.

افغان سرتېرو د پاکستاني عسکرو د دې کار مخنیوی کړی دی خو به مقابل کې یې پاکستاني عسکرو افغان ځواکونو د جګړې خبرداری ورکړی، چې افغان سرتېرو یې پروا نه ده کړې او د دوی د کار مخنیوی یې کړی دی.

د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق هم امر کړی، چې د پاکستاني عسکرو له لوري جوړې شوې پایې باید ژر تر ژره و ایستل شي.

ویل کېږي پاکستاني عسکرو په سیمه کې ځايي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د خبرو وړاندیز کړی دی، خو دوی یې وړاندیز نه دی منلی او ویلي یې دي، چې دوی ته به په سیمه کې د اغزن سیم د غځولو اجازه ور نه کړي.

باید و ویل شي، چې پاکستان له څو میاشتو راهیسې پر ډیورنډ فرضي کرښه د اغزن سیم د غځولو چارې پيل کړې دي، چې افغان حکومت غیر قانوني بللې دي او دغه خط یې غیر رسمي او نا منل شوې پوله بللې ده.

په کندهار کې د پاکستان د اغزن سیمې ټولولو خبر پر داسې مهال ورکول کېږي، چې د کونړ ولایت ولسونو هم ویلي، چې که پاکستاني ځوکونه دغلته پر نه منل شوې ډېورنډ کرښه د اغزن تار غځول بند نه کړي نو دوی به یې پر وړاندې راپورته او جهاد به اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي