۰
د هند د پوځ مشر:

هند باید د پاکستان پوځ او ترهګرو ته سخت ځواب ورکړي

یکشنبه ۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۲
د هند د پوځ مشر جنرال بيپين روات وايي نور باید پاکستان ته د دوی په ژبه ځواب ورکړل شي او هند باید د دوی پر ضد سخت ګامونه پورته کړي.
هند باید د پاکستان پوځ او ترهګرو ته سخت ځواب ورکړي
د هند د پوځ مشر جنرال بيپين روات وايي نور باید پاکستان ته د دوی په ژبه ځواب ورکړل شي او هند باید د دوی پر ضد سخت ګامونه پورته کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هندي رسنیو د پوځ د مشر له قوله ویلي د پاکستان پوځ او ترهګر چې کوم ناوړه کارونه ترسره کوي د منلو نه دي.

نوموړي ټینګار کړی، اوس د دې وخت رارسېدلی، چې هند هم نور د پاکستان په خپله ژبه ورسره خبرې وکړي او پر وړاندې یې سخت ګامونه اوچت کړي.
 
د هندي پوځ مشر بيپين روات «زه وايم بايد داسې وشي، کوم درد چې موږ ته رسېدلى دى، له دې زيات درد بايد پاکستان ته ورورسوو، تر څو هغوى هم پوه شي چې ترهګري څه ګټه او تاوان لري.»

جنرال روات د هند هغه پرېکړه ستایلې، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير سره ليدنه لغوه کړه او وې ويل، چې خبرې او ترهګري يو ځاى نه شي تللى.

نوموړي ویلي« زه فکر کوم چې زموږ حکومت په دې اړه ښکاره پالېسي لري، موږ همدا وايو، چې يوې خواته ترهګري کوۍ او بلخوا خبرې، داسې خو نه کېږي.»

د هند د پوځ مشر ټینګار کړی، چې نور د پاکستان د پوځ، د ترهګرو او له ترهګرو د پاکستان ملاتړ د زغم نه دی ا پاکستان به په هر حال د ترهګرو پټنځايونه له منځه وړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي