سیمه ییز روغتیايي چارواکي وايي، هرات ولایت کې یوه ۱۷ کلن ځوان ځان په دار ځړولی او وژلی یې دی.
پېښه د هرات ولایت په مرکز د باغ نظرګاه په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د هرات د ملکي روغتون ډاکتر عارف جلالي
جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د دغه ځوان جسد روغتون ته وروړل شوی دی.
نوموړي و ویل، چې دغه ځوان ځان په پړي راځړولی او وژلی دی.
خو دا چې دغه ځوان ولې ځان وژنه کړې تر اوسه یې لامل نه دی معلوم شوی او نه هم پولیس چارواکو په دې اړه څه ویلي.
جمهورخبري آژانس:هرات