۰

د نشه يي توکو د قاچاق په تور ۷۴ تنه نیول شوي دي

یکشنبه ۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۵
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو د قاچاق په تور د ۷۴ تنو د نیولو خبر ورکړی دی.
د نشه يي توکو د قاچاق په تور ۷۴ تنه نیول شوي دي
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو د قاچاق په تور د ۷۴ تنو د نیولو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د تلې لومړي نېټه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه کسان په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو پولیسو د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي په موخه ۶۳ عملیات تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې ۷۴ تنه قاچاق کوونکي، ۳۳۸ کیلوګرامه نشه يي توکي، ۱۴۰ کیلوګرامه کیمیاوي مواد، ۷ عرادې موټر، ۸ میله ډول ډول وسلې نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، نیول شوي کسان د زیاتو پلټنو له پاره عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي