بلخ کې د ټاکنو د کمېسیون دروازه بېرته پرانستل شوه

1 میزان 1397 ساعت 12:46

راپورونه وايي، د لوی ملي ائتلاف د پلویانو له خوا په بلخ ولایت کې د ټاکنو د سیمه ییز دفتر دروازه بېرته پرانستل شوې ده.


راپورونه وايي، د لوی ملي ائتلاف د پلویانو له خوا په بلخ ولایت کې د ټاکنو د سیمه ییز دفتر دروازه بېرته پرانستل شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د لوی ملي ائتلاف پلویانو ۹ ورځې وړاندې د دغه دفتر دروازه تړلې وه او ویلي یې و، تر هغې به دغه کمېسیون کارکوونکو ته د کار اجازه ورنکړل شي تر څو د دوی غوښتنې نه وي منل شوې.

دوی د کمېسیون مخې ته پرلټ هم کړی وو او له تېرو ۹ ورځو راهیسې د ټاکنو کمیسیون د دفتر دروازه یې د کارکوونکو او مراجعینو پر مخ تړلې وه.

خو ویل کېږي، چې دغه معترضینو نن یکشنبې د تلې اوله د خپلو شرطونو له اېښودو وروسته اجازه ورکړې څو یاد کمیسیون خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.

باید و ویل شي، چې په ټاکنو کې د بایومټریک سیسټم تطبیق او له دې پروسې د سیاسي احزابو نظارت د یادو معترضینو اساسي غوښتنې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د ټاکنو کمېسیون او امنیتي ارګانونو سره په یوه غونډه کې و ویل، چې د ټاکنیزو دفترونو د تړلو له پاره هېڅ ډول دلیل د منلو نه دي او ټاکنې باید په خپل وخت تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
 
 


د مطلب کود: 108513

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108513/

جمهور
  https://www.jomhornews.com