کونړ کې پنځه داعشیان وژل شوي دي

1 میزان 1397 ساعت 13:17

په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې پنځه داعشیان وژل شوي دي.


په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې پنځه داعشیان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي ویلي، بهرنیو ځواکونو پرون شنبې د وږي ۳۱ مه مازیګر مهال د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې پر داعشیانو هوايي برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه برید کې پنځه داعشیان وژل شوي او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

داعش په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 


د مطلب کود: 108518

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108518/

جمهور
  https://www.jomhornews.com