امریکا له افغانستان سره ۴۴ میلیونه ډالر مرسته کوي

1 میزان 1397 ساعت 13:58

امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې له وچکالۍ ځپلو افغانانو سره د ۴۴ میلیونه امریکايي ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.


امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې له وچکالۍ ځپلو افغانانو سره د ۴۴ میلیونه امریکايي ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخ کابل کې د امریکا سفیر جان باس د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزیر نصیر احمد دراني او د خوړو د نړیوال سازمان له استازي سره یوه ناسته کې د دغه مرستې ژمنه کړې ده.

جان باس ویلي، چې په دغه ۴۴ میلیونه ډالر به د هغو ۱.۴ میلیونه افغانانو له پاره خوراکي او نور اړین توکي وپېرل شي، چې وچکالۍ ځپلې دي.

په ورته وخت کې د کرنې وزیر نصیر احمد دراني ویلي دوی به د حکومت له ذخیرو څخه ۶۰ مترک ټنه غنم د خوړ د نړیوال سازمان په واک کې ورکړي او دغه راز به د دغه توکو د پروسس، ترانسپورټ او وېش په برخه کې له دغه سازمان سره مرسته او همکاري وکړي.

بل خوا په دغه ناسته کې د خوړ د نړیوال پروګرام استازي زالاتان ملسیج ویلي، دوی د روان کال له پیله تر اوسه پورې نیم میلیون متریک ټنه غنم په دوه پړاونو کې پر وچکالۍ ځپلو وېشلي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګري ملتونه وایي، افغانستان کې ۵.۵ میلیونه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، چې په دې کې ډېری وچکالۍ ځپلي وګړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 108522

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108522/

جمهور
  https://www.jomhornews.com