۰

طالبانو بګرام کې له امریکايي چارواکو سره لیدنه رد کړه

دوشنبه ۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۴۱
وسله والو طالبانو هغه راپورونه په کلک رد کړل، چې د ګنې د دوی د کوتې شورا لوړ پوړو استازو بګرام کې له امریکايي چارواکو سره لیدلي دي.
طالبانو بګرام کې له امریکايي چارواکو سره لیدنه رد کړه
وسله والو طالبانو هغه راپورونه په کلک رد کړل، چې د ګنې د دوی د کوتې شورا لوړ پوړو استازو بګرام کې له امریکايي چارواکو سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابله خپرېدونکې ویسا ورځپاڼې پرون یکشنبې د تلې اوله په خپله ګڼه د خپلو سرچینو په حواله ویلي و، چې یوې امریکايي چورلکې د تېرې جمعې په ورځ له کوتې شورا څو مهم طالب چارواکي بګرام ته راوړي او بېرته یې وړي دي.

دغه سرچینې ویلي، چې بګرام ته راوستل شویو د کوټې شورا طالب چارواکو له امریکايي چارواکو سره لیدلي او ښايي پر ځینو موضوعاتو یې سره خبرې کړې وي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه راپورنه بې بنسټه بلي او ویلي یې دي، چې د دوی کوم استازي بګرام کې له امریکایانو سره نه دي لیدلي.

مجاهد ویلي، چې د دوی د سیاسي فعالیت دفتر قطر کې دی او نړیوال او امریکا کولی شي له دغه دفتر سره اړیکه ونیسي او هلته ورشي.

په ورته وخت کې مجاهد په دوبۍ کې هم د طالب او امریکایي چارواکو د لیدونو خبرونه رد او ناسم وبلل.

په خپرپاڼه کې ویل شوي، امکان لري ځنې مغرض کسان د پیسو د لاس ته راوړلو او یا هم نورو امتیازاتو تر سره کولو له پاره امریکایانو ته دوکه ورکړې وي او ځان یې ورته د طالبانو استازی معرفي کړی وي.

طالبانو په دې خبرپاڼه کې خبردارۍ ورکړی، چې دغه ډول جعلي تماسونه ښايي د خبرو اترو اصلي پروسه ډېره زیانمنه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي