وسله والو طالبانو هغه راپورونه په کلک رد کړل، چې د ګنې د دوی د کوتې شورا لوړ پوړو استازو بګرام کې له امریکايي چارواکو سره لیدلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابله خپرېدونکې ویسا ورځپاڼې پرون یکشنبې د تلې اوله په خپله ګڼه د خپلو سرچینو په حواله ویلي و، چې یوې امریکايي چورلکې د تېرې جمعې په ورځ له کوتې شورا څو مهم طالب چارواکي بګرام ته راوړي او بېرته یې وړي دي.
دغه سرچینې ویلي، چې بګرام ته راوستل شویو د کوټې شورا طالب چارواکو له امریکايي چارواکو سره لیدلي او ښايي پر ځینو موضوعاتو یې سره خبرې کړې وي.
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه راپورنه بې بنسټه بلي او ویلي یې دي، چې د دوی کوم استازي بګرام کې له امریکایانو سره نه دي لیدلي.
مجاهد ویلي، چې د دوی د سیاسي فعالیت دفتر قطر کې دی او نړیوال او امریکا کولی شي له دغه دفتر سره اړیکه ونیسي او هلته ورشي.
په ورته وخت کې مجاهد په دوبۍ کې هم د طالب او امریکایي چارواکو د لیدونو خبرونه رد او ناسم وبلل.
په خپرپاڼه کې ویل شوي، امکان لري ځنې مغرض کسان د پیسو د لاس ته راوړلو او یا هم نورو امتیازاتو تر سره کولو له پاره امریکایانو ته دوکه ورکړې وي او ځان یې ورته د طالبانو استازی معرفي کړی وي.
طالبانو په دې خبرپاڼه کې خبردارۍ ورکړی، چې دغه ډول جعلي تماسونه ښايي د خبرو اترو اصلي پروسه ډېره زیانمنه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل