د ملي دفاع وزیر:

په تېره میاشت کې تر ۱۲ زیاتو افغان پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

2 میزان 1397 ساعت 8:09

د ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي وايي، تېره یوه میاشت له وسله والو سره په جګړه کې ۱۲۷۴ افغان پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي وايي، تېره یوه میاشت له وسله والو سره په جګړه کې ۱۲۷۴ افغان پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بهرامي دغه څرګندونې پرون یکشنبې د تلې اوله د مشرانو جرګې په عمومي غونده کې کړې دي.

دغه غوندې ته پر بهرامي سربېره د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت رییس محمد معصوم ستانکزی هم د پوښتنو له پاره ورغوښتل شوي وو.

ملي دفاع وزیر د جګړې د زیاتېدو او افغان پوځیانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو پخلی وکړ او ویې ویل، چې په تېره یوه میاشت کې سلګونه افغان پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي و ویل« له بده مرغه ملي اردو تېره میاشت ۵۱۳ شهیدان ۷۱۸ ټپیان او ۴۳ بندیان درلودل، چې په ټولیز ډول ۱۲۷۴ کسان کېږي.»

که څه ملي دفاع وزیر د افغان پوځیانو د زیاتې مرګ ژوبلې خبره ومنله خو په وینا یې وسله والو ته د دې درې، څلور برابره مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه افغان ځواکونو ته د زیاتې مرګ ژوبلې د اوښتو لامل دا په ګوته کړ، چې ګنې افغان پوځیان د شپې له خوا د هوايي ملاتړ له کمښت سره مخ دي، خو زیاته یې کړه، چې وزارت هڅه کوي دا کمی پوره کړي.

غونډې ته د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هم په خپلو خبرو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د زیاتې مرګ ژوبلې اوښتو پخلی وکړ.

نوموړي و ویل، چې هره ورځ تر ۳۰ پورې افغان پوځیان او پولیس وژل کېږي.

د کورنیو چارو وزیر د جګړې او ناامنیو د زیاتېدو یو لامل د افغانستان او امریکا تر منځ امنیتي تړون وباله او ویې ویل، چې ځینې هېوادونه دغه امنیتي تړون د ځان په زیان ګڼي او له همدې امله د وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي، چې دغه ملاتړ په افغانستان کې د جګړې د زیاتېدو سبب شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108532

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108532/

جمهور
  https://www.jomhornews.com