۰

بلخ کې ماین چاودنې ۴ سرحدي پولیس وژلي دي

دوشنبه ۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۷
سیمه ییز چارواکي وايي، بلخ ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۷ سرحدي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخ کې ماین چاودنې ۴ سرحدي پولیس وژلي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، بلخ ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۷ سرحدي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون یکشنبې د تلې اوله د بلخ ولایت د شورتېپې ولسوالۍ په توفي کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د شورتپې ولسوال محمد کریم وايي، سرحدي پولیس له توفي کلي د حیرتان په لور روان و، چې د لارې په اوږدو کې یې موټر د سړک د غاړې ماین باندې ختلی.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې څلور سرحدي پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسړولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي