بلخ کې ماین چاودنې ۴ سرحدي پولیس وژلي دي

2 میزان 1397 ساعت 8:27

سیمه ییز چارواکي وايي، بلخ ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۷ سرحدي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، بلخ ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۷ سرحدي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون یکشنبې د تلې اوله د بلخ ولایت د شورتېپې ولسوالۍ په توفي کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د شورتپې ولسوال محمد کریم وايي، سرحدي پولیس له توفي کلي د حیرتان په لور روان و، چې د لارې په اوږدو کې یې موټر د سړک د غاړې ماین باندې ختلی.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې څلور سرحدي پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسړولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 


د مطلب کود: 108534

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108534/

جمهور
  https://www.jomhornews.com