پاکستان:

افغانستان به ډېر ژر په سي پېک کې شریک شي

2 میزان 1397 ساعت 8:49

پاکستانی چارواکو ویلي، ډېر ژر به افغانستان او سعودي عربستان هم د چین- پاکستان له اقتصادي دهلیز پروژه کې ورګډ کړای شي.


پاکستانی چارواکو ویلي، ډېر ژر به افغانستان او سعودي عربستان هم د چین- پاکستان له اقتصادي دهلیز پروژه کې ورګډ کړای شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره پاکستاني چارواکي نورالحق قادري کړې او ویلي یې دي، چین پرېکړه کړې، چې له دغه پروژې سره به افغانستان هم وصل کړي.

نوموړي په یاده پروژه کې د سعودي عربستان د ورګډولو پخلی هم کړی او زیاته کړې یې ده، چې د سي پېک پروزې په پلي کول به د جګړه ځپلي افغانستان په اقتصادي وده کې رغنده رول ولري.

باید و ویل شي، چین دوه  اونۍ وړاندې اعلان وکړ، چې تر اوږدو بحثونو وروسته یې پرېکړه کړې، څو افغانستان هم د چین-پاکستان د اقتصادي دهلیز په ستره پروژه کې شریک کړي.

سي پېک پروژه په پاکستان کې پلې کېږي او چین ورباندې پنځوس میلیارده ډالر پانګونه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108536

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108536/

جمهور
  https://www.jomhornews.com