کاپیسا کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ضد او نقیض راپورنه

2 میزان 1397 ساعت 9:06

د سیمې اوسېدونکي وايي، کاپیسا ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې ۱۸ ملکي وژل شوي، خو چارواکي وایي، دوی ۱۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د سیمې اوسېدونکي وايي، کاپیسا ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې ۱۸ ملکي وژل شوي، خو چارواکي وایي، دوی ۱۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سیمې د اوسېدونکو په وینا بهرنیو ځواکونو تېره شپه (د تلې اوله) د تګاب ولسوالۍ په بدراب سیمه کې پر یوه کور هوایي برید  کړی دی.

د مولوي محمد قابل په نامه یوه کس یاد افغان اسلامي اژانس ته ویلي، بمبار د معلم امرالله په نامه د یوه کس پر کور شوی ، چې په کې د هغه د کورنۍ ۱۸ غړي ځای پر ځای وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې ډول ولسي وګړي دي او له طالبانو سره یې هېڅ راز تړاو نه درلود.

د کاپیسا د والي ویاند قیس قادري ویلي، چې بهرنیو او افغان ځواکونو په ګډه دغه عملیات تر سره کړي خو دا یې رد کړې، چې ګڼې په عملیاتو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نوموړي ویلي، په دغه عملیاتو کې ۸ وسله وال طالبان وزلش وي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

قادري زیاته کړې، چې د ګډو ځواکونو عملیات لا هم په یاده سیمه کې روان دي او د طالبانو تر پاکولو پورې به دوام ولري.

جمهورخبري آژانس:کاپیسا
 
 


د مطلب کود: 108537

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108537/

جمهور
  https://www.jomhornews.com