دفاع وزارت: فراه کې ۴۲ طالبان وژل شوي دي

2 میزان 1397 ساعت 9:59

ملي دفاع وزارت فراه ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ۴۸ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت فراه ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ۴۸ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د وزارته نن دوشنبې د تلې دوهمه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغان ځواکونو د فراه په خاک سفېد ولسوالۍ کې د طالبانو پر پتنځایونو هوايي بریدونه کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي په دغه هوايي بریدونو کې ۴۲ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې په عملیاتو کې د طالبانو پنځه عرادې موټر، دوه موټرسایکلونه، ۳۸۰۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي او یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 108544

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108544/

جمهور
  https://www.jomhornews.com