۰

میدان وردګو کې هم د عملیاتو پر مهال د ملکیانو د مرګ ژوبلې ضد او نیض راپورونه

دوشنبه ۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۹
چارواکي وايي، په میدان وردګو کې د عملیاتو پر مهال لسګونه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د سیمې اوسېدونکي او طالبان وايي، په دغه عملیاتو کې ۲۰ ملکي وګړي وژل شوي.
میدان وردګو کې هم د عملیاتو پر مهال د ملکیانو د مرګ ژوبلې ضد او نیض راپورونه
چارواکي وايي، په میدان وردګو کې د عملیاتو پر مهال لسګونه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د سیمې اوسېدونکي او طالبان وايي، په دغه عملیاتو کې ۲۰ ملکي وګړي وژل شوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه عملیات د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ په حافظ کلي کې تر سره شوي، چې لا هم روان دي.

د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل وايي، په دې عملیاتو کې د دوه ولسوالانو په ګډون ۴۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په وژل شویو کسانو کې د جغتو له پاره د طالبانو ولسوال قاري سیدرحیم، د نرخ له پاره طالب ولسوال ملا مسلم او دغه راز یو بل قوماندان ملا عبدالرحمن مشهور په زخمي شامل دي.

د والي ویاند دا هم وايي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو یو زندان هم مات شوی او د کمانډو ځواکونو په ګدون ۲۰ سرتېري ترې راخوشي کړای شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند سید غفور احمد جاوید هم ویلي، چې ځانګړو ځواکونو د میدان وردګو په جغتو ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان مات کړی دی.

نوموړي بیا ویلي، په دې عملیاتو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ساتونکې قطعې د دوه ساتونکو په ګډون ۶ سرتېري راخوشي کړای شوی دي.

بل خوا د سیمې اوسېدونکو ویلي، چې په دې عملیاتو کې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د والي ویاند عبدالرحمان منګل د ولسي وګړو مرګ ژوبله رد کړې ده.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا په عملیاتو کې د ۹ ښځو او ماشومانو په ګدون ۲۰ کسان وژل شوي او دوه کسه امریکایانو له ځان سره وړي دي.

د سیمې اوسېدونکي دا هم وايي، چې په وژل شویو کسانو کې درې تنه طالبان او دوه تنه هم له هغوی سره بندیان شامل دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا رسنیو ته استولي پیغام کې ویلي، چې د امریکايي او افغان ځواکونو بمبار کې ولسي وګړي وژل شوي دي.

مجاهد د ځايي چارواکو دا ادعا هم رد کړې، چې ګنې د دوی یو زندان یې مات کړی او زندانیان یې ترې خوشي کړي دي.

نوموړي ویلي د عملیاتو پر مهال بندیان خوندي ځای ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې کاپیسا ولایت کې هم د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی دی خو چارواکو رد کړې.

د سیمې اوسېدونکي وايي، بهرنیو ځواکونو د تګاب ولسوالۍ په بدراب سیمه کې پر یوه کور هوایي برید  کړی دی، چې په ترڅ کې یې ۱۸ ملکي وژل شوي، خو چارواکي وایي، دوی ۱۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د مولوي محمد قابل په نامه یوه کس ویلي، بمبار د معلم امرالله په نامه د یوه کس پر کور شوی ، چې په کې د هغه د کورنۍ ۱۸ غړي ځای پر ځای وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې ډول ولسي وګړي دي او له طالبانو سره یې هېڅ راز تړاو نه درلود.

د کاپیسا د والي ویاند قیس قادري ویلي، چې بهرنیو او افغان ځواکونو په ګډه دغه عملیات تر سره کړي خو دا یې رد کړې، چې ګڼې په عملیاتو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نوموړي ویلي، په دغه عملیاتو کې ۸ وسله وال طالبان وزل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

قادري زیاته کړې، چې د ګډو ځواکونو عملیات لا هم په یاده سیمه کې روان دي او د طالبانو تر پاکولو پورې به دوام ولري.

جمهورخبري آژانس:میدان وردګ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي