ډيلي ټایمز:

طالبانو له پاکستاني علماوو د افغانستان او پاکستان په ګډه غونډه کې د نه ګډون غوښتنه کړې

2 میزان 1397 ساعت 12:18

پاکستاني رسنۍ وايي، وسله والو طالبانو پاکستاني دیني عالمانو غوښتي، چې د افغانستان او پاکستان ګډه غونډه کې ګډون ونه کړي.


پاکستاني رسنۍ وايي، وسله والو طالبانو پاکستاني دیني عالمانو غوښتي، چې د افغانستان او پاکستان ګډه غونډه کې ګډون ونه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې له پاکستان خپرېدونکې ډیلي ټایمز ورځپاڼې لیکلي طالبانو پاکستاني دیني عالمانو ته لیکونه استولي او له هغوی یې غوښتي، په دغه غونده کې ګډون ونه کړي.

ویل کېږي، چې د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو تر منځ په نېږدې راتلونکې کې یوه غونده کېدونکې ده، چې سر له اوسه ورته تیاری روان دی.

راپورونه وايي، پر دغه غونډه کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سفر پر مهال دواړو لورو هوکه کړې ده.

غونده به د پاکستان په کوربتوب په اسلام آباد کې کېږي او په کې به په افغانستان کې د روانې جګړې دیني اړخ څېړل کېږي.

ورځپاڼه د سرچینو په حواله لیکلي، افغان لوری به د پاکستان حکومت ته د هغو پاکستاني دینی عالمانو نوملړ ور کړي چې دوی فکر کوي پر طالبانو اغیز لري.

ډیلي ټایمز لیکلي دا چې په دې غونده کې د جګړې پر دیني اړخ خبرې کېږي طالبان ترې په وېره کې دي او له همدې امله یې له پاکستاني دیني عالمانو غوښتي، چې ګډون په کې ونه کړي.

ورځپاڼې زیاته کړې، طالبانو په دې لیک کې ویل شوي که امریکایان په افغانستان کې پاتې شي نو پاکستان، هند، منځنۍ اسیا او عربي هېوادونو ته به ستونزې زیاتې کړي، په داسې حال کې، چې په سیمه کې د امریکا تر ټولویه پوځي اډه په عربي هېواد قطر کې ده چې د طالبانو دفتر هم موقعیت لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 


د مطلب کود: 108552

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108552/

جمهور
  https://www.jomhornews.com