د کرنې او مالدارۍ وزیر:

دوه ځله مې د کورنۍ پر غړو بریدونه شوي، خو بیا هم د زعفرانو د قاچاقبرانو نومونه په ډاګه کوم

2 میزان 1397 ساعت 14:34

د کورنۍ، مالدارۍ او اوبو لګولو وزیر وايي، د هغه کسانو نومونه به په ډاګه کړي، چې له ګاونډیو هېوادونو بې کیفیته زعفران افغانستان ته واردوي او بیا یې د افغانستان په نوم بهر ته صادروي.


د کورنۍ، مالدارۍ او اوبو لګولو وزیر وايي، د هغه کسانو نومونه به په ډاګه کړي، چې له ګاونډیو هېوادونو بې کیفیته زعفران افغانستان ته واردوي او بیا یې د افغانستان په نوم بهر ته صادروي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزیر نصیراحمد دراني دغه څرګندونې نن دوشنبې د تلې دویمه د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د وینا پر مهال وکړې.

نوموړی، چې وکیلانو د پوښتنو د ځوابونو له پاره ورغوښتی وو و ویل، چې تېرکال په افغانستان کې ۱۰.۶ ټنه زعفران تولید شوي، په داسې حال کې، چې بهر ته ۱۵ ټنه زعفران صادر شوي دي.

ښاغلي دراني په دې اړه ډېر جزیات ورنه کړل خو زیاته یې کړه، چې یوه اندازه زعفران له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته په قاچاقي ډول واردېږي او بیا د افغانستان په نوم بهر ته صادرېږي.

د کرنې وزیر و ویل، د افغانستان زعفران د کیفیت له لحاظه په نړۍ کې اول دي او د کاونډیو هېوادونو زغفران هومره کیفیت نه لري، خو دا چې هېواد ته قاچاق کېږي او بیا د افغانستان په نوم صادرېږي دغه کار د افغانستان نوم په نړۍ کې بدوي.

د ښاغلي دراني دغه څرګندونې د وکیلانو له غبرګون سره مخ شوې او د جرګې غړي رمضان بشردوست و ویل، د کرنې وزارت باید په دې اړه اسناد وړاندې کړي تر څو وکیلان ورسره د هغو په مخینوي کې مرسته وکړي.

ښاغلي دراني د وکیلانو د دغه غبرګون په ځواب کې و ویل«د زعفرانو د قاچاقبرانو نومونه چې تر اوسه چا نه دي فاش کړي ډېر ژر به یې پیدا او په اړه به یې اسناد ولسي جرګې ته وړاندې شي.»

نوموړي و ویل، که هم د دغه څه له امله یې د کورنۍ په غړو دوه ځله حملې شوې، خو بیا هم ډار نه لري او د هغه کسانو نومونه به په ډاګه کړي، چې له ګاونډیو هېوادونو په قاچاق زعفران افغانستان ته را واردوي.

د کرنۍ وزیر ټینګار وکړ، چې د زعفرانو له قاچاقبرانو سره مبارزه یوازې د وزارت په توان کې نه ده، او له ولسمشرۍ ماڼۍ هم غواړي، چې د دغه کار په مخیوي، کې له وزارت سره مرسته وکړي.

دغه راز نوموړي د ولسي جرګې څخه هم وغوښتل، چې د زعفرانو د قاچاقبرانو او دغه راز د کرنیزو فارمونو د غصب په مخینوي کې له وزارت سره مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 108559

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108559/

جمهور
  https://www.jomhornews.com