سیګار:

له افغانستان سره نړیوالې مرستې تر ډېره جنګ سالارانو ته وده ورکړې ده

2 میزان 1397 ساعت 14:59

د افغانستان د بیارغونې له پاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې مشر جان سوپکو وايي، له افغانستان سره د نړیوالو مرستو یوه ډېر لویه برخه د ټوپک یا جنګ سالارانو او سیمه ییزه رهبرانو لاس ته ورغلې دي.


د افغانستان د بیارغونې له پاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې مشر جان سوپکو وايي، له افغانستان سره د نړیوالو مرستو یوه ډېر لویه برخه د ټوپک یا جنګ سالارانو او سیمه ییزه رهبرانو لاس ته ورغلې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سوپکو دغه څرګندونې له یوې کاناډايي رسنۍ ګلوبل نیوز سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې د نړیوالو مرستو یوه ډېره برخه افغانستان کې د جنګ سالارانو او محلي زورواکو د ودې سبب شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه پيسو ډېره برخه د جنګ سالارانو د بانکي حسابونو له لارې دوبی ته انقتال شوې او یا هم د لوکسو کورونو په جوړولو او موټرو په اخیستو لګول شوې دي.

سوپکو ویلي، چې دا هر څه په افغانستان کې د شته فساد او ناسم مدیریت له امله رامنځ ته شوي او پر مرسته کوونکو هېوادونو یې غږ کړی، چې په افغانستان کې د یوه مشخص میکانېزم تر رامنځ ته کېدو پورې دې خپلې مرستې ودروي.

د هغه په وینا د امریکا په ګدون د افغانستان د تمویلونکو هېوادونو بې درېغه مرسته او د نظارتي سیستم نشتوالی په افغانستان کې د فساد د زیاتېدو او د زورواکو او جنګ سالارانو د ودې او ځواک سبب شوي دي.

د افغانستان د بیارغونې له پاره د امریکا ځانګړې سر پلټونکې ویلي، د دغه جنګ سالارانو او سیمه ییز زورواکو یو شمېر د هغه وسله والو ډلو سره اړیکې لري، چې امریکا او نړیواله ټولنه یې د ماتولو په لټه کې ده.

نوموړي ویلي، دا به ستونزمنه وي، چې افغانستان کې له فساد سره د مبارزې په شته هڅو سره فساد په دغه هېواد کې له بېخه وایستل شي او د نشه یی توکو د سوداګرۍ مخه دې ونیول شي.

سوپکو د افغانستان مرسته کوونکو هېوادونو ته په اشارې سره ویلي، اوس د دې وخت رارسېدلی، چې په افغانستان کې د فساد او زورواکۍ د ختمولو په وړاندې خپل موقف جدي کړي.

ده زیاته کړې«د جنګ سالارانو مالي ملاتړ درول، د هغوی د هویت تشخص او افشا کول او د واقعي شرایطو رامنځ ته کول هغه څه دي، چې باید په بېړنۍ توګه باید تر لاسه لاندې ونیول شي، د دغه له پاره باید لومړی مرستو د ګټور اغزیمنتوب له پاره یوه روښانه کړنلاره رامنځ ته شي تر څو په افغانستان کې د فساد له امله د مرسته شویو پیسو د بې ځایه لګښت مخه ونیول شي.»

سوپکو دغه څرګندونې پر داسې مهال له کاناډيي رسنۍ سره کړې، چې دغه هېواد له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۶ میلادي کال پورې له افغانستان سره ۲.۸ میلیارده ډالر د افغانستان د بیارغونې په برخه کې کړې، خو اوس یې خپلې مرستې کمې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108562

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108562/

جمهور
  https://www.jomhornews.com