امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې راتلونکي ژمني کې به ۴۰۰ نور امریکايي سرتېري افغانستان ته ولېږل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي دغه سرتېري د ویسکانسین ملي ګارد غړي دي او دنده به یې هم تر ډېره د نورو بهرنیو ځواکونو د امنیت تامین وي.
امریکايي رسنیو زیاته کړې، دغه سرتېري په چې په عراق کې یې هم فعالیت تر سره کړی په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې فعالیت تر سره کوي.
باید و ویل شي، چې امریکا تر دې وړاندې هم افغانستان ته اضافي سرتېري رالېږلي تر څو وسله والو ډلو ته ماتې ورکړي، خو د هغوی په راتګ سره نه یوازې جګړه کمه شوې نه ده، بلکې ورځ تر بلې زور اخلي.
جمهورخبري آژانس:کابل