روسیه، سوریې ته S-300 ډوله د میزایلو دفاعي سیستم ورکوي

3 میزان 1397 ساعت 8:01

د روسیې لوړ پوړي امنیتي چارواکي وايي، ډېر ژر به د سوریې حکومت ته د S-300 ډوله مزائیلو سیستم ورکړي.


د روسیې لوړ پوړي امنیتي چارواکي وايي، ډېر ژر به د سوریې حکومت ته د S-300  ډوله مزائیلو سیستم ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسیې د دفاع وزیر سرگي شویگو ویلي، دغه ویل، S-300  ډوله مزائیل به د دوو اونیو په ترڅ کې د سوریې حکومت ته ورکړي، چې ورسره به د سوریې د پوځ جنگي قابلیت لوړ کړي.

روسیه دغه کار یوه اونۍ وروسته له هغې کوي چې کرملین په سوریه کې اسراییل په غیر مستقیمه د یوې روسي پوځي الوتکې په پرزولو باندې تورن کړل.

روسیې ځکه اسرائیل په دې کار کې تورن کړي، چې د دغې پیښې پر وخت اسراییلي الوتکو د سوریې د ننه د هغه هیواد ځنې سیمې بمبار کړې وې.

 په سوریه کې د روسي پوځي الوتکې په پرځیدو کې تیره اونۍ ١٥ روسي پوځیان وژل شوي وو.

د روسیې دفاع وزیر ویلي، دغې پیښې مسکو اړ کړ، چې په سوریه کې د میشتو روسي پوځیانو د امنیت په خاطر چې د نړیوال تروریزم پر ضد جنگیږي پوره تدابیر ونیسي.

تر دې وړاندې اسراییل په وار وار د سوریې پوځ ته د روسیې له خوا ددغو میزایلو له ورکولو سره مخالفت کړی و.

خو روسیې چې د بشارالاسد له رژیم نه ملاتړ کوي ویلي دي چې د سوریې هوایي پوځ په رادار او کشف سیستم سمبالوي چې روسي الوتکې وپیژني او پر هغو برید ونه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108573

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108573/

جمهور
  https://www.jomhornews.com