۰
ډاکتر عبدالله:

له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو مرستې باید عملي بڼه ولري

سی شنبه ۳ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۸
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، له د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو ژمنې باید عملي بڼه ولري او یوازې تر وعدو پاتې نه شي.
له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو مرستې باید عملي بڼه ولري
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، له د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو ژمنې باید عملي بڼه ولري او یوازې تر وعدو پاتې نه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې پرون دوشنبې د تلې دویمه د ملګرو ملتونو د ۷۳ مې غونډې په څنډه کې د نیلسن منډیلا سولې په غونډه کې په نیویارک کې وکړې.

نوموړي په غونډه کې و ویل«نن د دې فرصت دی، چې په انساني ټولنه کې د قربانیانو ستونزې په نړیواله کچه تحلیل او وڅېړم.»

ښاغلي عبدالله و ویل، نن موږ د سولې د ملاتړ په برخه کې اخلاقي او قانوني مسؤولیت او یو بل فرصت لرو تر څو د سولې، د جګړې د مخنیوي، د یووالي له پاره هڅې، له تبعیض څخه مخنیوی او د بشري حقونو ملاتړ په ګډه و څېړو.

افغان اجرائیه رییس وايی په غمجنه توګه د نړۍ پر مخ د میلیونو انسانو د درد او غم شاهد دی، چې د ترهګرۍ، بې عدالتۍ او نابرابرۍ قرباني دي او ترې ځورېږي.

عبدالله زیاته کړه«زه نن دلته د هغه هېواد او ټولنې د وګړو استازیتوب کوم، چې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې په جګړو، د بهرنیو په لاسوهنو کې ګیر دي او ترې ځورېږي او دا هر څه زموږ د ولس غوښتنه نه بلکې، له بهر څخه پرې تپل شوي دي.»

ده ټینګار وکړ، چې افغانستان او افغان ولس، ملي یووالي، سولې، برابرۍ او له بشري حقونو ملاتړ ته بنسټیزه اړتیا لري، ځکه دغه هېواد او د دې هېواد درې نسلونه له ستونزو، جګړو او قربانیو سره مخ دي او ترې ځورږېږي.

عبدالله و ویل، چې ټولو اړتیاو ته په کتو زموږ اقدامات باید له تشو وعدو ور ها خوا عملي بڼه ولري تر څو د خبرو اترو، ستراتېژۍ، د سیاست د بدلون او اصلاحاتو له لارې هغه پایلې ته ورسېږو، چې مثبته او دوامداره وي.

د افغانستان حکومت اجرائیه رییس و ویل، همدا لار ده، چې افغان حکومت یې له تېرو کلونو راهیسې تعقبوي او د یوه قانوني نظام پر بنسټ د خپل ولس له حقه حقونو څخه دفاع کوي.

خو وايي په ورته وخت کې حکومت او افغان ولس دې ته هم چمتو دی، تر څو د هغه وسله والو سره، چې غواړي له ترهګرۍ سره اړیکې پرې او له جګړې لاس په سر شي سوله او یووالي غواړي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي