د افغان حکومت اجرائیه رییس:

له افغانستان او ترهګرۍ سره مبارزه کې د پاکستان سیاست بدلون نه دی کړی

3 میزان 1397 ساعت 8:48

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي پاکستان تر اوسه خپله زده پالیسي پالي او له افغانستان او ترهګرۍ سره د جدي مبارزې له پاره یې سیاست بدلون نه دی کړی.


د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي پاکستان تر اوسه خپله زده پالیسي پالي او له افغانستان او ترهګرۍ سره د جدي مبارزې له پاره یې سیاست بدلون نه دی کړی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د ۷۳ مې عمومي غونډې په څنډه کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي آنتونیو ګوترش سره په لیدنه کې کړې دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویل افغانستان تر اوسه د هغه څه شاهد نه دی، چې ګڼې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغانستان سره د ښه ګاونډيتوب په برخه کې دې پاکستان جدي اقدام او بدلون کړی وي.

د افغان حکومت اجرائیه رییس له ستونزو څخه د وتو لار له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د سیمې او په ځانګړي ډول د پاکستان ریښتیني همکاري اړینه وبلله.

عبدالله په خپلو خبرو کې د افغان ګډوالو او داخلي بې ځایه شویو کورنیو موضوع ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې افغان حکومت په دواړو برخو کې هڅه کوي د هغوی ستونزې حل کړي، خو په وینا یې په دې برخه کې د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولې ګټور او فعاله همکاري اړینه ده.

ښاغلي عبدالله دا هم و ویل، چې افغان حکومت رڼو او با اعتباره ټاکنو ته ژمن دی او په دې برخه کې له نړیوالې ټولنې او مرستندویه ټولنو سره همکارۍ ته چمتو دی.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خپلو خبرو کې ویلي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات د نړیوالې ټولنې له عمده هیلو څخه دي او په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 108575

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108575/

جمهور
  https://www.jomhornews.com