۰
د ایرن ولسمشر:

د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې د افغانستان همکاري کوو

سی شنبه ۳ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۵
افغان اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او د ایران ولسمشر حسن روحاني په ګډه ناسته کې د افغانستان او سیمې د روانو حالاتو په اړه خبرې کړې دي.
د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې د افغانستان همکاري کوو
افغان اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او د ایران ولسمشر حسن روحاني په ګډه ناسته کې د افغانستان او سیمې د روانو حالاتو په اړه خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله او روحاني پرون دوشنبې د تلې دویمه نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۷۳ مې عمومي غونډې په څنډه کې سره ولیدل.

دواړو لورو په سیمه کې له ترهګرۍ، نشه يي توکو سره پر مبارزې، د سیمې د امنیتي، سیاسي او اقتصادي ودې پراختیا او اړیکو پر غښتلتیا خبرې کړې دي.

په دغه لیدنه کې افغان اجرائیه رییس ویلي، چې ترهګري نه یوازې د افغانستان لپاره سرخوږی دی بلکې د سیمې ټولو هېوادونو ته ستونزې جوړولی شي.

په ورته وخت کې د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارې په برخه کې له افغانستان سره همکاريو کړي، ځکه په وینا یې دا پدیدې دواړو ملتونو ته زیانونه اړولی شي.
 
روحاني زیاته کړې، چې ایران د نشه يي توکو د قاچاق او ترهګرۍ ضد مبارزه کې له افغانستان سره همکاري کوي، ځکه دا پدیدې دواړو ملتونو ته زیانونه اړولی شي.

په ورته وخت کې نوموړي اقتصادي مسایلو په اړه خبرو کې ویلي چې افغانستان به له چابهار بندر ګټه پورته کړي او همدا راز به د هرات خواف رېل پټلۍ ډېر ژر ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.

د ایران ولسمشر دا ډاډ هم ورکړی، چې ایران د ورته پروژو په مرسته د افغانستان په اقتصادي وده کې خپلې همکارۍ ته ادامه ورکوي.

اجرایه رییس هم پر ښو دوه اړخیزو اړیکو ټینګار کړی دی او په اهواز کې د وروستي ترهګریز برید له امله یې له ایراني اړخ سره خپله خواخوږی شریکه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي