۰

افغان حکومت د بارونکو موټر د کنټرول تلې برېښنايي کوي

سی شنبه ۳ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۲
د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وايي، د بار د اندازه کولو په بهیر کې د شفافیت لپاره د بار وړونکو موټرو د تناژ کنترول بریښنایي کوي.
افغان حکومت د بارونکو موټر د کنټرول تلې برېښنايي کوي
د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وايي، د بار د اندازه کولو په بهیر کې د شفافیت لپاره د بار وړونکو موټرو د تناژ کنترول بریښنایي کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت د حفظ او مراقبت برخې معین عبدالرحمن صلاحي نن سه شنبې د تلې ۳مه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال و ویل، چې د بار وړونکو موټروونو د تناژ کنترول په نږدې راتلوونکي کې بریښنایي شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې حکومت د بار وړنکو موټرو د تناژ کنټرول سیستمونه په نړیوالو معیارونو برابروي او دا کار د شفافیت له پاره هم کوي.

د ټولګټو وزارت د حفظ او مراقبت برخې معین، وویل، چې د باروړونکو موټرونو د تناژ کنترول سربیره د فساد او په غیر قانوني ډول د پیسو د اخیستلو مخنیوی هم په دغه طرحه کې شامل دي.

ده زیاته کړه، چې د بار وړونکو موټرو په اړه ټول معلومات به په بریښنایي بڼه په دغه سیستم کې ثبتیږي او هیڅ څوک نه شي کولی، چې د عوایدو په راټولولو کې غبن وکړي.

د ټولګټو وزارت د حفظ او مراقبت برخې معین عبدالرحمن صلاحي و ویل، چې په دې برخه کې د آسیا پراختیایي بانک ملاتړ یې ترلاسه کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي