۰
یوناما:

په هوايي بریدونو کې د ملکیانو مرګ ژوبله ۵۲ سلنه لوړه شوې ده

سی شنبه ۳ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۱
افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما وايي، سږ کال په افغانستان کې د هوايي بریدونو پر مهال د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۵۲ سلنه لوړه شوې ده.
په هوايي بریدونو کې د ملکیانو مرګ ژوبله ۵۲ سلنه لوړه شوې ده
افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما وايي، سږ کال په افغانستان کې د هوايي بریدونو پر مهال د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۵۲ سلنه لوړه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما نن سه شنبې د تلې ۳ مه په یوه بیان کې ویلي، چې د ۲۰۱۸ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۴۹ ملکي افغانان د هوايي بمباریو له امله وژل شوي او ۲۰۴ نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس دا شمیر د ۲۰۱۷ کال د همدې مودې په پرتله د ملکي تلفاتو په کچه کې ۵۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر اندیښنه ښودلې، چې د ټولو هوایي بریدونو د ملکي تلفاتو له نیمایي څخه زیاته برخه میرمنې او ماشومان جوړوي.

په بیان کې په هوايي بریدونو کې د ملکي تلفاتو ۵۲ فیصده مسولیت د افغان ځواکونو، ۴۵ فیصده بهرنیو ځواکونو او درې فیصده یې د دولت پلوه ځواکونو په غاړه اچولی دی.

یوناما دغه راپور پر داسې مهال خپروي چې پرون او وړمه ورځ په کاپسا او میدان وردګو ولایتونو کې د هوايي بریدونو پر مهال یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه دفتر په یاد بیان کې ویلي، چې د کاپسا په تګاب کې د هوايي برید پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه وژل شوي او زیات شمیر نور ټپیان شوي دي.

دغه راز د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې هم هوايي بریدونه شوي، چې حکومتي چارواکي یې مرګ ژوبله د وسله والو طالبانو خو ځايي اوسېدونکي یې ولسي وګړي بولي.

ویل کېږي دغلته هم د هوايي برید پر مهال د یوه کس د کورنۍ ۱۲ غړي وژل شوي، چې یوه په کې ښځه او نور پاتې ماشومان دي.

یوناما پر مسؤلو خواوو غږ کړی، چې په هوايي بریدونو کې ملکي کسانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې د لاملونو د روښانه کولو لپاره په خپلواکه، بې‌پرې، شفافه او اغیزمنه توګه څیړنې وکړي.

دغې ادارې په جګړه کې ښکیلو خواوو غوښتي، چې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته جدي پام وکړي او د عامو خلکو د مر‌ګ‌ژوبلې د مخنیوي لپاره، نړیوالو بشردوستانه قوانینو ته پام اغېزمن ګامونه پورته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي