چارواکي:

کندهار کې ۴۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي

3 میزان 1397 ساعت 12:51

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار او هلمند ولایتونو په سرحدي سیمو کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۴۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار او هلمند ولایتونو په سرحدي سیمو کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۴۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې دغه عملیات پرون دوشنبې د تلې دویمه پیل او د نن ورځې تر سهار پورې یې دوام درلود.

د دوی په وینا دغه عملیات د کندهار د میوند ولسوالۍ د سره بغل او کانټېنر بازار په سیمو کې د صفر درې په نوم افغان ځانګړو ځواکونو د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د طالبانو په ۸ مرکزونو تر سره شوي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ یوه ویاند څارن غورځنګ افریدي ویلي، په دې عملیاتو کې ۴۷ وسله وال طالبان وژل شوي، ۴۱ نیول شوي دي.

د نوموړي په وینا په عملیاتو کې د قاطع ماموریت هوايي ځواکونه هم له افغان ځواکونو سره برخه اخیستې، چې په کې  او د طالبانو ۳۵ موټرسایکلونه او ۶ عرادي وسایط هم له منځه وړل شوي دي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 


د مطلب کود: 108581

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108581/

جمهور
  https://www.jomhornews.com