۰

د افغانستان د علماو شورا وايي د ملا رسول لنډي قتل شرعآ روا دی

چهارشنبه ۴ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۵۸
د افغانستان د علماو شورا د ملا رسول خواجه، مشهور په رسول لنډي د هغه ویډیوګانو چې په کې نوموړي له مېړوښو ښځو سره جنسي اړیکې ټينګوي تر خپرېدو وروسته د هغه مرګ شرعآ روا بللی دی.
د افغانستان د علماو شورا وايي د ملا رسول لنډي قتل شرعآ روا دی
د افغانستان د علماو شورا د ملا رسول خواجه، مشهور په رسول لنډي د هغه ویډیوګانو چې په کې نوموړي له مېړوښو ښځو سره جنسي اړیکې ټينګوي تر خپرېدو وروسته د هغه مرګ شرعآ روا بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رسول لندۍ هغه کس دی چې د دیني عالم له نوم څخه په ګټې یې مېرمنو ته بې اولادۍ تعویزونه کول، خو کله به چې هغوی ورغلې نوموړې به ورباندې جنسي تېری کاوه او ویډیو به یې ترې کوله.

ملا رسول لنډۍ په اصل کې د فاریاب ولایت اوسېدونکی دی او په همدې ولایت کې به یې هغه مېرمنو ته چې اولاد یې نه کېږي د اولاد راوړلو، عاشقی، کار و بار د ښه کېدو، د کورنیو ستونزو د ختمولو او داسې نورو مشکلاتو له پاره تعویذونه کول.

وايي، کله به چې کومه مېرمن د اولاد راوړل یا د کورنۍ د شخړو او یا هم کومه نجلۍ د عاشقي د تعویذ تر لاسه کولو له پاره ملا لنډۍ ته ورغله نو هغه به پرې جنسي تېری کاوه.

ملا رسول لنډي به د ویډیو تر کولو وروسته د همغه مېرمنۍ چې جنسي تېری به یې پرې کړی و، کورنۍ ته ګواښ وکړ، چې که پیسې ورنکړي نو دغه ویډیو به خپره کړي.

ویل کېږي هغه په دې کار او دغه ډول ویډیوګانو سره له یو شمېر کورنیو څخه په لکونو پیسې تر لاسه کړې دي.

له څه مودې راهیسې په خوله رسنیو د ملا رسول لنډي د دغه ناوړه اعمالو انځورونه او ویډوګانې خپاره شول، چې ګڼ غبرګونونه یې راوپارول.

د افغانستان د علماو شورا د ملا لنډي د دغه ویډیوګانو تر خپرېدو وروسته د هغه وژل شرعآ روابللی او ویلي یې دي، چې دغه کس باید اشد مجازات شي.

د افغانستان د علماو شورا ویاند مولوي محمد قاسم حلمي آزادۍ رادیو ته په یوه مرکه کې ویلي، چې دغه ډول اعمال دیني او دیني عالمانو ته لوی توهین دی.

مولوي حلمي ویلي« دغه کس (ملا رسول لنډۍ) باید په جزا ورسول شي، حد ورباندې جاري شي، او وژل یې شرعآ جواز لري، ځکه زناوې یې ثابتې او معلومې دي، خو د حد جاري کولو پر مهال باید شواهد او شاهدي ورباندې و ویل شي.»

د افغانستان د علماو شورا ویاند د دغه ډول اعمالو او ناوړه پېښو رامنځ ته کېدو لامل په ټولنه کې بې سوادي او د عامه پوهاوي د سطحې ټیټوالی په ګوته کړی دی.

ویل کېږي، چې د فاریاب ولایت دیني عالمانو هم د ملا رسول لنډي د وژلو فتوا صادره کړې او دغه راز د فاریاب والي نقب الله فایق ویلي، هر چا چې د ملا لنډي ونیوه، نو یو زره موټر به جایزه ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي