۰

له کندهاره ولسي جرګې ته یو نوماند وژل شوی دی

چهارشنبه ۴ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۰
سیمه ییز چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو له کندهار ولایت نه ولسي جرګې ته یو نوماند په ډزو وژلی دی.
له کندهاره ولسي جرګې ته یو نوماند وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو له کندهار ولایت نه ولسي جرګې ته یو نوماند په ډزو وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون سه شنبې د تلې ۳ مه د کندهار ښار په دوهمه حوزه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر سرپرست عزیز احمد عزیز وايي نامعلومه وسله والو کسانو د ښار په دوهمه حوزه کې له کندهار ولایت نه ولسي جرګې ته نوماندان ناصر مبارز باندې برید کړی وو.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه وسله وال برید کې ناصر مبارز لومړی ټپي خو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د کندهار د مطبوعاتي دفتر سرپرست وايي، برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو پولیسو یې د نیولو پلټنې پیل کړې دي.

د برید مسؤولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي