ایر اربیه یا العربیه هوايي شرکت اعلان کړی، چې ډېر ژر به د افغانستان پلازمېنې کابل ته هم خپلې الوتنې پیل کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې العربیه هوايي شرکت، چې د منځني ختیځ او شمالي افریقا لومړنی لوی او ارزانه هوايي شرکت دی د متحده عربي اماراتو د شارجې او کابل ترمنځ د اکتوبر له څلورمې نېټې څخه الوتنې پیلوي.
د دغه شرکت اجرايي رييس عدیل العلي وايي کابل ته د دوی الوتکې یوه نوې زیاتونه ده، چې ورسره به د زرګونو کسانو، چې د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ تګ راتګ کوي، اړتیا پوره شي.
باید و ویل شي، چې العربیه به د کابل – شارجې ترمنځ په اوونۍ کې څلور الوتنې د دوشنبې، پنجشنبې، شنبې او یکشنبې په ورځو ولري.
د یادوې ده، چې دغه شرکت دا مهال په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې له څلورو لویو هوايي ډګرونو څخه څه باندې ۱۵۰ ښارونو ته الوتنې لري.
جمهورخبري آژانس:کابل