۰

قندوز کې ۳۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

چهارشنبه ۴ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۷
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، په قندوز ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې لږ تر لږه ۳۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
قندوز کې ۳۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، په قندوز ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې لږ تر لږه ۳۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰ فرقې رییس ارکان سید قربان موسوي ویلي افغان ځواکونو د قندوز په دشت ارچي او چهار درې ولسوالیو کې هوايي او ځمکني عملیات تر سره کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغان پوځ  A 29الوتکو د قندزو په دشت ارچي کې د طالبانو پر پټنځایونه هوايي بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې ۳ طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

دی زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو یوه مهم پټنځایونه او یوه مرکزي قرارګاه له منځه وړل شوې او ۲ کړۍ بوشکه يي ماینونه کشف او شنډ کړای شوي دي.

دغه راز موسوي ویلي، چې د افغان پوځ ځانګړو ځواکونو او د ملي امنیت ۰۹ قطعې په چهار درې ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۱۶ وسله وال طالبان وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.

د ۲۰ فرقې رییس ارکان وايي، په دغه عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف او ۱۶ کړۍ ماینونه شنډ کړای شوي دي.

هغه وايي، دغه راز په دې عملیاتو کې ۱۱ کلي هم د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:قندوز



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي