ډاکتر عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې سره وکتل

4 میزان 1397 ساعت 11:22

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الیس ویلز نیویارک کې سره لیدلي دي.


د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الیس ویلز نیویارک کې سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اجرائیه ریاست پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، ښاغلي عبدالله تېره ورځ ناوخته د ملګرو ملتونو د عمومي سرمشریزې په څنډه کې د سوېلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال مېرمن الیس ویلز سره ولیدل.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان په سیمه ییزو اړیکو، د هېواد په امنیتي وضعیت او نورو مهمو مسایلو خبرې اترې کړې دي.

اجرائیه ریاست وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې یو ځل بیا له وسله والو مخالفانو سره د سولې په خبرو اترو کې د واشنګټن ژمنه تازه کړ او په ټاکل شوي مهال یې د پارلماني ټاکنو له ترسره کېدو ملاتړ وکړ.

په ورته وخت کې ښاغلي عبدالله هم د سولې مذاکراتو ته د حکومت بشپړ چمتووالي په اړه خبرې کړې او په دې برخه کې یې د سیمه ییزو هېوادونو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

سرچینه وايي، عبدالله د ټاکنو د ترسره کېدو په برخه کې له شویو پرمختګونو یادونه وکړه او هیله یې وښوده، چې راتلونکي پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې په شفافیت سره ترسره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108617

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108617/

جمهور
  https://www.jomhornews.com