ملي امنیت کابل کې د طالبانو ۹ غړي نیولي دي

4 میزان 1397 ساعت 14:08

د ملي امنیت ریاست کابل ښار کې د وسله والو طالبانو د ۹ غړو د نیول کېدو خبر ورکړی، چې په وینا يې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو نیولي دي.


د ملي امنیت ریاست کابل ښار کې د وسله والو طالبانو د ۹ غړو د نیول کېدو خبر ورکړی، چې په وینا يې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ریاست نن چهارشنبې د تلې ۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو دغه غړي په څو عملیاتو کې نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي نیول شویو کسانو کسانو د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې په ترهګریزه فعالیتونو بوخت و، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو ونیول.

د ملي امنیت ریاست زیاته کړې، نیول شویو کسانو د سړک د غاړې په ماین اېښودلو، کمین نیولو او د حکومت خلکو او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ د لارې په اړه معلومات ټولول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 108627

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108627/

جمهور
  https://www.jomhornews.com