د یو تحقیقي راپور پر بنسټ په نوي کابل بانګ کې د افغان پوځ د هرو ۱۰ سرتېرو او فسرانو له اکونټونو یو اکونټ خیالي او له دې لارې میلیونه افغانۍ حیف میل شوې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه راپور د پیک د تحقیقي خبرنګارۍ له مرکز څخه خپور شوی او دې مرکز داسې اسنادو ته لاس رسی پیدا کړی، چې ښيي د افغان پوځ د سرتېرو او افسرانو په نامه نوي کابل بانک کې میلیونه افغانۍ خوړل شوې دي.
په دغه اسنادو کې چې د نوي کابل بانک د پلټنې له آمریت څخه پیک مرکز ته په لاس ورغلي ښيي، چې له دې لارې هره میاشت ۴۰ میلیونه افغانۍ د جعلي بانکي حسابونو له لارې د پوځ د سرتېرو او افسرانو پر خیالي نوم د دفاع وزارت د مالي مسوولینو او د نوي کابل بانک د مسوولینو له خوا خوړل شوې دي.
په دغه راپور کې ویل وشي، له ټولو ۴ زره جعلي بانکي حسابونو له لارې په منځني ډول له هر اکونټ څخه ۱۰ زره افغانۍ هره میاشت د نوي کابل بانک په ۴۰ نماینده ګیو کې خوړل شوې، چې هره میاشت یې د دولت حزانې ته ۴۰ میلیونه افغانۍ زیان اړولی دی.
په راپور کې ویل شوي، په دې اساس د ۱۳۹۱ کال راهیسې په میلیونو افغانۍ په همدې جعلي اکونټونو ایستل شوې او نا معلومه جېبونو ته لوېدلي دي.
په دې راپور کې د دفاع وزارت ۱۱۱ فرقه د بېلګې په توګه راوړل شوې، چې د یو شمېر افسرانو په نوم یې شپږ میلیونه افغانۍ ایستل شوې او خوړل شوې دي.
د نوي کابل بانک د تفتیش له آمریت څخه د دغه بانک ریاست ته په یوه رسمي لیک کې ویل شوي، چې دغه پيس د حساب لرونکو کسان په نه شتون کې د ذبیح الله په نوم د ۱۱۱ فرقې د خزاندار، ذکي رحمان د دغه فرقې د افسر، نجات احمد د هوايي ډګر د خزاندار او مسیح الله د هوايي دګر د نماینده ګۍ د صراف په نوم په څرخي پله کې د نوي کابل بانګ له نماینده ګۍ ایستل شوې دي.
د نوي کابل بانک چارواکو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل