افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په ملتیا د غزني امنیت وضعیت د جاج اخستلو په موخه دغه ولایت ته رسېدلي دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني او ورسره پلاوی نن پنشنبې د تلې ۵ مه دغه ولایت ته په سفر تللی او ټاکل شوې هلته له قومي مشرانو، امنیتي چارواکو او مدني فعالانو سره د غزني د امنیت په اړه خبرې وکړي.
دا پر غزنی ښار د وسله والو طالبانو له برید څخه وروسته د ولسمشر غني دوهم سفر دیو چې دغه ولایت ته یې کوي.
طالبانو نېږدې یوه نیمه میاشت وړاندې پر غزني ښار د څلورو خواو برید وکړ، چې د ښار تر منځ یې ځانونه ورسول.
په دغه جګړه کې سلګونو ولسي وګړو سرتېرو او په سوونو وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې تر څنګ غزني ښار د اور به لمبو کې وسوه او خلکو ته یې میلیونه افغانۍ زیان واړاوه.
جمهورخبري آژانس:غزني