۰
روسیه:

داعش ډله غواړي د سوریې سناریو په افغانستان کې هم عملي کړي

پنجشنبه ۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۲
د روسیې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پتروشف وايي، د امریکا نظامي تګلارې په افغانستان کې ناکامې دي او داعش غواړي د سوریې سناریو په افغانستان کې هم عملي کړي.
داعش ډله غواړي د سوریې سناریو په افغانستان کې هم عملي کړي
د روسیې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پتروشف وايي، د امریکا نظامي تګلارې په افغانستان کې ناکامې دي او داعش غواړي د سوریې سناریو په افغانستان کې هم عملي کړي.

د جمهور اژانس د خبر له مخې نیکولای پتروشف دغه څرګندونې پرون چهارشنبې ایران کې د پنځو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو په ګډه غونده کې کړې دي.

په دې غونډه کې د افغانستان، روسیې، چین، هند او ایران د ملي امنیت سلاکارانو ګډون کړی وو او په کې د روسیې د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې په افغانستان کې روان بحران نظامي حل نه لري، خو باید پر ځای یې پر سیاسي حل فکر وشي.

نوموړي زیاته کړه، چې په افغانستان کې د امریکا نظامي تګلاره ناکامه ده او په دغه هېواد کې ترهګرې ډلې ورځ تر بلې د قوي کېدو په حال کې دي.

نیکولای پتروشف د ترهګرو ډلو د فعالیت زیاتېدو ته په اشارې و ویل، چې د داعش ځينې غړي افغانستان ته تللي دي او غواړي هلته د پښې د ځای تر پیدا کولو وروسته د سوریې سناریو عملي کړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د امریکايي ځواکونو له ۱۷کلن حضور سره سره په افغانستان کې وسله والې ترهګرې ډلې پیاوړې شوې دي او د افغانستان وضعیت یې تر پخوا بحراني کړی دی.

هغه همدا راز ویلي چې وسله وال طالبان هم په افغانستان کې پیاوړي شوي او پر افغان ځواکونو یې مخامخ بریدونه پيل کړي دي.

د روسیې د ملي امنیت سلاکار ښه به وي چې له دې وروسته د افغان ستونزې د حل لپاره پر سیاسي لارو تمرکز وشي او د سیمې هېوادونو ته اجازه ورکړي چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي