د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار:

تر هر څه وړاندې باید د ترهګرو مالي سرچینې وچې شي

5 میزان 1397 ساعت 13:53

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار کړی او ویلي یې دي تر هر څه وړاندې باید د ترهګرو مالي سرچینې وچې کړای شي.


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار کړی او ویلي یې دي تر هر څه وړاندې باید د ترهګرو مالي سرچینې وچې کړای شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د تلې ۴ مه ایران کې د پنځو هېوادونو د ملي امنیت شورا سلاکارانو په ګډه غونده کې کړې دي.

په دغه غونډه چې پر ښاغلي محب سربېره د روسیې، چین، هند او ایران د ملي امنیت شورا سلاکارانو هم ګډون کړی و، له ترهګرۍ، نشه يي توکو سره پر مبارزې او دغه راز د سیمې د امنیتی وضعیت په اړه خبرې او بحث شوی دی.

د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه وايي، ښاغلي محب په دغه غونډه کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې د ټینګار تر څنګ و ویل، چې د سیمې د امنیت له پاره لومړی باید د ترهګرو مالي سرچینې وچې کړای شي.

ښاغلي محب ویلي، تر څو چې په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره دا ډول مرستې کېږي، نو له هغوى سره اغېزمنه مبارزه نه شي کېدلى.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار له ترهګرو ډلو سره د مالي او نظامي مرستو د بندولو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان حکومت اجرائیه رییس هم د د ملګرو ملتونو په ۷۲ مه عمومي غونډه کې له نړیوالو غوښتي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې له توپیر پرته باید مبارزه وشي.

عبدالله ویلي، ترهګر باید له منځه یووړل شي او پر هغه هېوادونو باید فشار زیات شي، چې د خپلو موخو له پاره په سیمه کې د ترهګرو ډولو ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108653

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108653/

جمهور
  https://www.jomhornews.com