۰

د حکومت او طالبانو استازو سعودي عربستان کې سره کتلي

شنبی ۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۵۲
راپورونه وايي، د افغان حکومت یوه پلاوي او د وسله والو طالبانو استازو په سعودي عربستان کې پر ځینو مسایلو خبرې کړې دي.
د حکومت او طالبانو استازو سعودي عربستان کې سره کتلي
راپورونه وايي، د افغان حکومت یوه پلاوي او د وسله والو طالبانو استازو په سعودي عربستان کې پر ځینو مسایلو خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رویټر خبري آژانس راپور ورکړی، چې دغه خبرې تېره اوونۍ تر سره شوې او مهم ټکي هم په کې د بندیانو خوشي کول او د پارلماني ټاکنو امنیت وو.

دغه آزانس د یوه طالب چارواکي له قوله ویلي، د افغان حکومت د پلاوي عمده غوښتنه دا وه، چې د پارلماني ټاکنو پر مهال جګړه ونشي او طالبان پرېږدي، چې دغه ټاکنې په ارامه فضا کې تر سره شوي.

طالب چارواکي رویټرز ته زیاته کړې« د افغانستان د حکومت مقاماتو له موږ وغوښتل چې په سوله ییزه توگه د انتخاباتو په ترسره کولو کې ورسره مرسته وکړو، او دوی له موږ سره د بندیانو په خوشي کولو موافقه وکړه.»

د دې طالب چارواکي په وینا چې د دوی یو شمېر بندیان وار له مخه د افغان حکومت له زندانو خوشي شوي او نور بندیان یې په راتلونکې کې د خوشي کولو لپاره د هغو اهمیت ته
طالب چارواکي رویټرز ته زیاته کړې« د افغانستان د حکومت مقاماتو له موږ وغوښتل چې په سوله ییزه توگه د انتخاباتو په ترسره کولو کې ورسره مرسته وکړو، او دوی له موږ سره د بندیانو په خوشي کولو موافقه وکړه.»
په کتو په ۳ ډلو وېشلي دي.

رویټرز وايي افغان حکومت، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو دغه طالب استازو ویلي، سعودي عربستان کې د افغان د حکومت او طالب استازو کتنه وروسته له دې کېږي چې له امریکایانو سره د طالبانو بله کتنه لغوه شوه.

دغه طالب چارواکو زیاته کړې له امریکا سره د خبرو بل پړاو په دې خاطر لغوه شو چې امریکا د درې میاشتې اوربند غوښتنه کولهو خو طالبانو ورسره ونه منله.

د امریکا د بهرنیو چارو د جنوبي او منځنۍ اسیا د مرستیالې الیس ویلز په مشرۍ امریکايي پلاوي په جولای میاشت کې په قطر کې له طالبانو سره غیررسمي خبرې کړې وې.

په قطر کې د طالبانو یوه مشر وویل«زموږ ځینې مشران د افغانستان له حکومت سره د خبرو پلویتوب نه کوي ځکه چې تراوسه پورې موږ دوی ګوډاګیان ګڼو او ورسره له لیدو مو انکار کاوه. خو له امریکایانو سره زموږ په وړاندیز غونډه د ځینو ځانګړو عواملو له کبله ونه شوه.»

دوی ویلي، امریکايي استازو زموږ څخه د اوربند غوښتنه کوله چې زموږ مشرتابه ورسره موافقه نه شوای کولی، نو په نتیجه کې رسمي خبرې ونه شوې خو غیر رسمي تماسونه نیول شوي دي.

د طالبانو یوه مشر رویټرز خبري اژانس ته ویلي د خبرو لپاره زموږ موافقه یوازې د دې لپاره وه چې د بندیانو پر تبادلې خبرې وکړو او زموږ مشران د ملګروملتو له تور لیسته وایستل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي