۰
امریکا:

پاکستان باید موږ باوري کړي، چې نور په خپله خاوره کې ترهګرو ته پنا نه ورکوي

شنبی ۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۷
امریکايي چارواکي وايي، پاکستان باید امریکا باوري کړي، چې نور به ترهګرو ډلو ته چې په افغانستان کې امریکايي ځواکونه په نښه کوي، په خپله خاوره کې پنا نه ورکوي.
پاکستان باید موږ باوري کړي، چې نور په خپله خاوره کې ترهګرو ته پنا نه ورکوي
امریکايي چارواکي وايي، پاکستان باید امریکا باوري کړي، چې نور به ترهګرو ډلو ته چې په افغانستان کې امریکايي ځواکونه په نښه کوي، په خپله خاوره کې پنا نه ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې د سوېلي او منځنۍ اسیا مرستیاله اېلس وېلز له بي بي سي سره خبرو کې کړې دي.

نوموړې ویلي دوی د د عمران خان د دې خبرې هر کلی کوي، چې ویلي یې وو له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي او پاکستان ته په کار ده، په سیمه کې د یوه ګاونډي په توګه مهم رول ولوبوي.

مېرمن ویلز ټینګار کړي، پاکستان باید، د افغانستان له اقتصادي پرمختګ او ټیکاو ملاتړ وکړي او دغه هېواد ته اجازه ورکړي چې د پاکستان له خاورې هند ته خپل سوداګریز توکي ولېږدوي.

د هغې په وینا پخوا یې هم پاکستان ته ویلي چې دغه هېواد کې د ترهګرو خوندي پټنځي شته او ختمول یې ضروري دي او اوس هم ټینګار کوي، چې پاکستان باید نور په خپله خاوره کې ترهګرو ډولو ته پنا ورنه کړي.

په ورته وخت اېلس وېلز کې  یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړی، چې د افغان حکومت د سولې په هڅو کې برخه واخلي او طالبان تیار کړي چې د سولې خبرې پيل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي