۰

اندونیزا کې زلزلې او څونامي ۴۸ کسان وژلي

شنبی ۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۲
راپورونه وايي، اندونیزیا کې د یوې سختې زلزلې او څونامي له کبله لږ تر لږه ۴۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
اندونیزا کې زلزلې او څونامي ۴۸ کسان وژلي
راپورونه وايي، اندونیزیا کې د یوې سختې زلزلې او څونامي له کبله لږ تر لږه ۴۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اندونیزیا د طبعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي، د ۷.۵ درجې زلزلې او څونامي ساحلي سلاویسي ټاپو لړزولې ده.

د اندونیزیا د طبعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي، د وروستۍ زلزلې پایله کې لږترلږه ۴۸ کسان وژل شوي، خو ښايي دا شمېره لوړه شي.

د دغې ادارې ویاند سوټوپو نوګراهو په وینا اوسه بشپړ د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده معلومه شوې، ځکه چې اړیکې پرې شوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د څونامي له کبله د ساحل څنډې ته ډېر مړي موندل شوي، خو لاهم دقیق شمېر نشته دي.

په ورته وخت کې خو د اندونیزیا یوه وزیر ویلي، د اړیکو وسیلې کار نه کوي او په ښار کې د الوتکو ځغاستلیکه هم ویجاړه شوې ده.

باید و ویل شيو چې تېره میاشت د اندونیزیا لومبوک ټاپو کې ډېرې زلزلې وشوې او د تېرې اګسټ میاشتې پر پنځمه هلته یوې زلزلې تر ۴۶۰ ډېر کسان ووژل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي