خوست کې د ولسي جرګې پر یوه نوماند چاودنه شوې ده

7 میزان 1397 ساعت 11:35

سیمه ییز چارواکي وايي، خوست کې له دغه ولایت څخه ولسي جرګې ته د یوه نوماند په موټر چاودنې یو تن ټپي کړی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، خوست کې له دغه ولایت څخه ولسي جرګې ته د یوه نوماند په موټر چاودنې یو تن ټپي کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن شنبې د تلې ۷ مه د خوست ښار د پروژې پل سره نېږدې د ولسي جرګې د نوماند عبدالولي اخلاص په موټر شوې ده.

د خوست د والي ویاند طالب منګل وايي، په دغه چاودنه کې یو ملکي وګړی ټپي شوی خو نوماند او ساتونکو ته یې هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

بل خوا عیني شاهدان وايي، چاودنه په یوه موټر سایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له هغه مهال رامنځ ته شوې، چې د نوماند موټر له سیمې د تېرېدو په حال کې وو.

عیني شاهدان هم زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې خپله نوماند او ساتونکو ته یې زیان نه دی رسېدلی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

باید و ویل شي، چې د ولسي جرګې د نوماندانو ټاکنیز کمپاین له پرون جمعې راهیسې په ټولو هېواد کې پیل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:خوست
 


د مطلب کود: 108684

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108684/

جمهور
  https://www.jomhornews.com