۰

د سولې عالي شورا هم سعودي کې له طالبانو سره د خبرو راپور رد کړ

شنبی ۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۵
د سولې عالي شورا هم هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې د افغان حکومت یوه پلاوي د طالبانو له استازو سره سعودي عربستان کې کتلي دي.
د سولې عالي شورا هم سعودي کې له طالبانو سره د خبرو راپور رد کړ
د سولې عالي شورا هم هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې د افغان حکومت یوه پلاوي د طالبانو له استازو سره سعودي عربستان کې کتلي دي.

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د افغان حکومت پلاوي او طالب استازو تېره اوونۍ په سعودی عربستان کې لیدلي دي.

دغه آژانس د نوم نه ښودلو په شرط د طالب چارواکو له قوله ویلي، چې سعودي کې یې د افغان حکومت له پلاوي سره د ولسي جرګې د ټاکنو پر امنیت او د بندیانو پر خوشي کولو خبرې کړې.

طالب چارواکو رویټرز ته ویلي د افغان پلاوي غوښتنه دا وه، چې طالبان دې د ټاکنو په امنیت کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي او جګړه دې نه کوي.

دې طالب چارواکي دا هم ویلي، چې د افغان حکومت د پلاوي او طالبانو تر منځ خبرو کې پر دې هم توافق وشو، چې حکومت به یو شمېر طالب زندانیان خوشي کوي.

خو د افغانستان د سولې عالي شورا او وسله والو طالبانو دواړو دغه راپورونه په کلکه رد کړي او دا یې هسې آوازې بللې دي.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري جمهور خبري آژانس ته و ویل تر اوسه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ هېڅ ډول خبرې نه دي شوې او دا راپورونه هسې آوازې دي.

نوموړي زیاته کړه، له ټولو ملي او نړیوالو رسنیو یې غوښتنه ده، چې کله هم د افغان سولې په اړه کوم راپور خپروي باید سرچینې او معلومات یې دقیق وي او له دې ورها خوا بې ځایه آوازې خپرې نه کړي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا راپور په کلکه رد کړی، چې ګنې د دوی استازو د افغان حکومت له یوه پلاوی سره سعودي عربستان کې لیدلي.

په خبره پاڼه کې ویل شوي، چې سعودی عربستان کې له هېچا سره هېڅ ډول مذاکرات نه شوي او نه هم طالبان د افغان حکومت سره خبرو ته زړه ښه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي