۰
کریم خلیلي:

د سولې خبرو ته د رسېدو هلې ځلې جدي شوې دي

شنبی ۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۸
د افغانستان د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي وايي، د سولې خبرو ته د رسېدو له پاره جدي هلې ځلې روانې دي.
د سولې خبرو ته د رسېدو هلې ځلې جدي شوې دي
د افغانستان د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي وايي، د سولې خبرو ته د رسېدو له پاره جدي هلې ځلې روانې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي خلیلي دغه څرګندونې نن شنبې د تلې ۷ مه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال وکړې او تمه یې وښوده، چې افغان حکومت او ولس بالاخره به د سولې خبرو ته د رسېدو موخې ته ورسېږي.

نوموړي په خپلو خبرو کې هغه راپورونه هم رد کړل، چې ګڼې د افغان حکومت پلاوي او طالب استازو سعودي عربستان کې کومه ناسته درلوده.

د سولې عالي شورا رییس و ویل چې تر اوسه نه د سولې شورا او طالبانو او نه هم د افغان حکومت او طالبانو تر منځ رسمي خبرې شوې، خو هلې ځلې جدي دي، چې د سولې خبرو ته لار پرانستل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې تېره اوونۍ د افغان حکومت او طالبانو د استازو تر منځ سعودي عربستان کې ناسته شوې او د ټاکنو پر امنیت او طالب بندیانو پر خوشي کولو یې خبرې کړې دي.

طالب چارواکو رویټرز ته ویلي د افغان پلاوي غوښتنه دا وه، چې طالبان دې د ټاکنو په امنیت کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي او جګړه دې نه کوي.

دې طالب چارواکي دا هم ویلي، چې د افغان حکومت د پلاوي او طالبانو تر منځ خبرو کې پر دې هم توافق وشو، چې حکومت به یو شمېر طالب زندانیان خوشي کوي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا راپور په کلکه رد کړی، چې ګنې د دوی استازو د افغان حکومت له یوه پلاوی سره سعودي عربستان کې لیدلي.

په خبره پاڼه کې ویل شوي، چې سعودی عربستان کې له هېچا سره هېڅ ډول مذاکرات نه شوي او نه هم طالبان د افغان حکومت سره خبرو ته زړه ښه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي