پوځي چارواکي:

بدخشان کې طالبانو خپل منځي جګړه کړې او ۱۷ تنه یې وژل شوي دي

7 میزان 1397 ساعت 14:22

په شمال کې د افغان پوځ چارواکي وايي، بدخشان ولایت کې د طالبانو د دوه قوماندانانو تر منځ جګړه کې له دواړو لورو ۱۷ تنه وژل شوي دي.


په شمال کې د افغان پوځ چارواکي وايي، بدخشان ولایت کې د طالبانو د دوه قوماندانانو تر منځ جګړه کې له دواړو لورو ۱۷ تنه وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شمال کې د پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه جګړه نن شنبې د تلې ۷ مه سهار شپږ بجې د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ د قریه غرمي په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي جګړه د قاري مطیع الله او قاري عاشور چې دواړه طالب قوماندانان دي تر منځ شوې او په کې ۱۷ وسله وال وژل شوي دي.

خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزیات نه دی ورکړل شوي، چې جګړه د څه له امله رامنځ ته شوې او نه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون ښودلی.

جمهورخبري آژانس:بدخشان
 
 


د مطلب کود: 108697

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108697/

جمهور
  https://www.jomhornews.com